دا زمونږ د ننګ په کور کي څه بي ننګ خلک پيدا شو
د افـغـان سپـينـه جامـه کـي څـه بـدرنـګ خلک پيدا شو
نن بيـا پـه اکـوړي کـي د بهـرام او اشـرف جـنـګ دي
خوشحـال خان بـابـا مـي نـشـته د اورنګ خلک پيدا شو
د هرخور اوښـکي يي څاڅـي دريـا خان او ايمل نشـته
ژړولـو د هر مـور تـه څنـګ په څنـګ خلـک پـيـدا شو
احـمـدشاه د شعـر طوطي به بـيـا هـلتـه په چـغــار شـي
د خوشحـال نیـکه جمدر ته که د شرنګ خلـک پيدا شو

No comments:
Post a Comment