Tuesday, September 21, 2010

د ښاغلي اخلاق فطرت شعرونه

د جـنـت رنـګ مـي اخـيستـي کـنـدهار دي
بـيـا غوټـۍ په سـپـړيـدو شوي نـوبهـار دي
زرغونه کالي د خوست غرونو په تن کړل
سپـيـن راخور د نارنج ګل په ننګرهار دي

``````````````````````````````````````````````````````

داسي به څوک وي چي خپل ځان ته زوال پاي وغواړي
انـسـان تـه هـغـه ورپـيـښيـږي څـه چـي خداي وغـواړي
د دنـيـا هـيـڅ طـاقـت يـي نـوک زهـيـرولـي نـشـي
څـوک چي وزر د جـبرايــل کـي ځانـتـه ځـاي وغـواړي

`````````````````````````````````````````````````````````````````

لکه عزت لکه حيا لکه ايمان چي خوږ وي
ماته مي يار دومره شيرين لکه خپل ځان چي خوږ وي
ماته د يار وړي وړي خبري داسي لږي
لکه ټپه لکه غزل لکه قربان جي خوږ وي
زه دا منمه چي خپل کور کلي وطن خوږ وي
دا هم منم دومره نه لکه جانان چي خوږ وي
د يار راتله د يار قدم کاږه کاته په تلو کي
لکه وږمه لکه نغمه لکه احسان چي خوږ وي
څوک په ښکلا د انسانـيـت مقام ته کله رسي
مګر هغه چي اخلاق ولري زبان چي خوږ وي



No comments:

Post a Comment